دوشنبه, مې 13, 2024
Homeټولنیزتاریخابدال غلجی څوک ؤ؟|  هلمند آڅړ 

ابدال غلجی څوک ؤ؟|  هلمند آڅړ 

د خوارزمشاهانو په لاس د غوریانو د ټولواکۍ له راپرځېدو وروسته، زموږ د هېواد له شمال ختيځ څخه د مغلو یو توپان راپورته شو او زموږ هېواد یې له لویې تباهۍ او زیان سره مخ کړ.

د آل کرت کورنۍ د مغلو هم مهاله وه او زموږ د هېواد په ځینو سیمو کې یې واکمني کوله چې د غوریانو له پښته وو او له مغلو سره یې ښې اړیکې لرلې.د دوی لړۍ (۶۰۰-۷۸۳هـ) پورې وغځېده چې په پای کې د تیمور ګورګان (ګوډ تیمور) له خوا له منځه لاړه او تیمور د هرات ښار وسوځاوه.

په دې مهال (اتمه هجري پېړۍ) کې موږ ته یواځې دا مالومه ده چې په هرات او شاوخوا سیمو کې د کرت اولادې واکمني درلوده او ځينې نورې سیمه ییزې واکمنۍ هم وې چې د دوی له ډلې څخه یوه، په غور کې د غلجیو واکمني وه. 

ګوډ تیمور په خپل کتاب «منم تیمور جهانګشا» کې د غور د غلجیو سره د جګړې په اړه د (ابدال کلزائی کی بود و در کجا سلطنت می کرد؟) تر سرلیک لاندې په زړه پورې مالومات لیکلي دي.

د ګوډ تیمور په کتاب کې (غلجیان) د (کلزایانو) په نوم یاد شوي، ځکه چې دا کتاب له پارسۍ څخه فرانسوۍ ته فرانسوي څېړونکي (مارسل برېون) ژباړلی او شرح یې ورکړي او له هغې وروسته پارسۍ ته ژباړل شوی دی چې په ژباړو کې یې غلجایي (کلزائي) بللي دي.

کیسه داسې پيليږي چې تیمور له خپل پوځ سره  په (بیرجند) کې خپلې کشفي ډلې ته منتظر و ترڅو هغوی له دوی سره یو ځای شي خو دوی ځنډيږي او څه مالومات یې نه کیږي. د تیمور دویمه ډله خبر ورکوي چې لومړنۍ کشفي ډله لوټ شوي ده او هرڅه چې ورسره وو ترې لوټ شوي دي.

تیمور د څېړنې له پاره د بیرجند حاکم راوغواړي ترڅو له هغه څخه پوښتنه وکړي چې کشفي ډله یې چا لوټ کړې ده او یو کس یې هم ژوندی نه دی ورته پرې اېښی؟

د بیرجند حاکم د پيښې ځای ته ځي تر څو ښکاره شي چې سرتيري چا وژلي دي؟

تیمور زیاتوي چې د بیرجند حاکم بېرته راغی او ورته ویې ویل چې ستا سرتیري د (کلزایانو) د کومې ډلې  له خوا وژل شوي دي. تیمور پوښتنه وکړه: کلزایان څوک دي؟ 

حاکم ځواب ورکړ: دوی د غور په هېواد کې ژوند کوي او د غور هېواد یو لوی هېواد دی چې له هرات څخه تر کابله غځېدلی دی.

تیمور وویل: د دې له پاره چې غور ته لاړ شم، کومه لاره غوره کړم؟

حاکم ځواب ورکړ: له دې ځای څخه مخامخ د سکندر(کندهار) ښار ته لاړ شه او کله چې کندهار ته ورسېدې نو د شمال لاره ونیسه، نو غور ته به ننوزې، اې امیره! ته باید داسې ونه کړې ځکه غور ته تګ ډېر خطرناک دی ځکه کلزایان هلته واکمني کوي او دوی ډېر بې باکه او خطرناک خلک دي.

تیمور وپوښتل: ته څنګه پوه شوې چې زما سرتیري کلزایانو وژلي؟

حاکم وویل: ځکه چې ما د پېښې په ځای کې یو تلوار [لویه توره] پیدا کړ او تلوار د غلجیو وسله ده چې په هغې سره جګړيږي.

(د تلوار په اړه زما محترم پلار محمد انور آڅړ وايي چې د پير روښان په حالنامه کې راغلي دي چې د شیتکو پښتون قوم او روښانیانو ترمنځ یوه جګړه وشوه، په جګړه کې د شیتکو پښتنو داسې لویې تورې درلودلې چې د روښانیانو هر جګړن به یې چې په کوم غړي باندې ووهلو هغه غړی به یې په مکمله توګه ترې غوڅ کړ، د پیر ورښان د حالنامې لیکوال زیاتوي چې زموږ یو پر آس سپور ملګری یې په ملا باندې په توره وهلی ؤ چې دوې پښې یې د آس پر زین باندې پاتې وې.) 

تیمور له دې وروسته د غور په لور حرکت کوي ، کندهار ته رسيږي او وايي چې ما په کندهار کې د پاټان قبیلې خلک ولیدل چې اوږدې ونې یې درلودې، ژېړ ويښتان یې وو او د کارغانو په شان سترګې یې لرلې. 

وروسته له هغې غور ته رسيږي او له ابدال کلزائي سره  یې چې د فیروزآباد واکمن وي، جګړه پيلیږي. تیمور وايي چې د دوی تلوار دومره خطرناک ؤ چې زما سرتيري به یې دوه ځایه کړل او په منځ به یې نیم کړل. 

تیمور زیاتوي: همدارنګه  یوه بله وسله یې هم درلودله او نږدې وو چې زه یې پرې وژلی وای، دا وسله چنګک ؤ چې له لیرې ځایه به یې خپل دښمنان پرې ويشتل، یو ځل زه هم پرې ولګېدم خو ما ځغره اغوستې وه او تأثير یې راباندې ونه کړ…

د تیمور اردو له ماتې سره مخ کيږي او شا تګ کوي، کله چې شا تګ وکړي نو غلجي پسې نارې کړي چې راځئ مونږ خو جګړې ته تیار یو…

تیمور په خپل منځ کې غونډه کوي او له جنرالانو سره مشوره کوي چې څنګه غلجیو ته ماتې ورکړي؟ د تیمور یو سردار (لطیف چلاق) هغه ته یوه مشوره ورکړي چې له باروتو څخه په ګټه اخیستنې سره به دوی ته ماتې ورکړو. داسې چې خاورینې کوزې به له باروتو ډکې کړو او اور به ورکړو. دوی ته به یې ورګوزارې کړو… ( دا کار د اوسني لاسي بم لومړنۍ بڼه وه چې د تیمور پوځ کشف کړه).

لنډه دا چې تیمور د باروتو په واسطه غلجیو ته ماتې ورکوي، خو کله چې ښار(فیروزآباد) ته ورپورته شي نو د غلجیو نور سرتيري وويني چې په ښار کې ګرځي. تیمور د دوی په لیدو سره سپين بیرغ پورته کړي او په ښار کې آذان وکړي ځکه دا له غلجیو سره د سولې نښه وي.

غلجې هم د سپين بیرغ په لیدو سره تورې په تیکو کې کېږدي. 

بیا تیمور لیکي:

کله چې د ښار ارګ ته راغلم، د ابدال کلزائي کورنۍ مې د ښار یوه کور ته ولېږله. [د غلجیو مشر] ابدال کلزائي یې ما ته راوست او په داسې حال کې چې سینه یې په نېزه سوری وه او سخت ټپي ؤ ما ته یې په قهر وویل: د څه لپاره دې راغوښتی یم؟ ما په ځواب کې وویل: غواړم تا ووینم او پوه شم چې زما ۲۵۰ تنه سپاره جنګیالي په بیرجند کې چا وژلي وو؟

ابدال غلجې په غوسه ځواب ورکوي: هغه سړی زه یم، که چېرې تاسې له باروتو کار نه وای اخیستی، اوس به ستا غوڅ شوی سر زما په وړاندې پروت وای.

ګوډ تیمور زیاتوي، ابدال غلجې وویل: په داسې حال کې چې ما ماتې خوړلې، ټپي او یرغمل یم خو له تاسو ویره نه لرم او که باور دې نه راځي، نو دوه تنه راوغواړه چې په توره مې ټوټې، ټوټې کړي، خو زه به د ځان د ژغورلو په خاطر زارۍ ونه کړم. 

تیمور وايي، چې ما ابدال کلزايي ته وویل چې ته د شریعت او د جګړې د اصولو له مخې په قصاص محکوم یې، ځکه تا زما ۲۵۰ تنه وژلي دي خو زه دې په یوه شرط بښم، چې خراج راکړې او اطاعت له ځانه وښيې او هم غلجیو ته ووايې چې زما په لښکرو کې شامل شي او زه غواړم په خپلو لښکرو کې غوریان شامل کړم. که زما دغه شرط ومنې، نو نه یواځې ژوندی به پاتې شې بلکې د غور د ستر هېواد واکمن به پاتې شې او له تا وروسته به ستا زوی د دغه هېواد واکمن وي.

ابدال په ځواب کې ورته وایي: ژر شه، ما ووژنه! زه تاسې په رسمیت نه پېژنم او د غلجیو واکمن هېڅکله خراج نه شي ورکولای او نه به اطاعت وکړي، د غور هېواد یواځې فیروز آباد نه دی، بلکې په دې هېواد کې ډېر ټبرونه دي چې تا او ستا لښکر به ژوندی وخوري، زما غچ به در څخه واخلي او له هېواد څخه به دې ایستلو ته اړ کړي. 

تیمور وايي چې ما تر سهاره وخت ورکړ ترڅو مثبت ځواب راکړي.

سهار مې بیا ابدال راوغوښت او ترې ومې پوښتل: د ځان په اړه دې فکر وکړ او کنه؟ د غور واکمن راته وویل، ما تېره شپه فکر کړی ؤ او درته ومې ویل، چې ما ووژنه، زه خراج ورکوونکی او اطاعت کوونکی نه شم کیدای.

تیمور، ما په پای کې ابدال کلزايي ته وویل: زه ډېر افسوس کوم چې ستا په شان د زړورو جنګیالیو مشر وژنم، که چېرې د هندوستان په نیولو کې راسره مرسته وکړې، نو نه یواځې ژوندی به پاتې شې، بلکې پر هندوستان باندې د بري په صورت کې به له جنګي غنایمو څخه هم برخمن شې.

 تیمور وایي چې د غور واکمن له ما سره د دوستۍ موافقه وکړه.

ابدال، تیمور ته وویل: زه تا ته سر نه ټيټوم خو د ملګري په څېر موافقه درسره کولی شم…

تیمور له دې وروسته له ابدال غلجې سره ملګری کیږي او د هندوستان په نیولو کې ورسره مرستی شي. د ډهلي په جګړه کې د تیمور پوځ د پیلانو سره مخ شي او مقابله ډېره مشکله شي، نو غلجي د چنګکونو په واسطه پیلان ړندوي او وروسته یې له منځه وړي، کله چې ډیلی ونیول شي، تیمور غلجیو ته په غنیمت کې ونډه ورکړي.

دا ؤ د ګوډ تیمور په کتاب کې د غلجیو جریان او موږ د افغانستان په تاریخ کې د ابدال غلجي له نوم سره اشنا کيږو چې د ده بې حده زړه ورتیا د تیمور قلم تر مونږه رارسولي ده.

د ابدال غلجي دا زړوره مبارزه د افغانستان په تأریخي کتابونو کې نه لیدل کيږي او کوم چا تر اوسه په دې زړه ور واکمن باندې څېړنه نه ده کړې او دا څېړنه هم نه ده شوې چې دا غلجي څوک وو او کله یې د فیروزکوه تخت ترلاسه کړی، یواځې د افغانستان معاصر مؤرخ ښاغلی دوکتور محمد شریف (ځدراڼ) په خپل کتاب (د مغلو او تیموریانو پر مهال د پښتنو حالت څېړنه) کې د ابدال غلجې یادونه کړي او ډېر ښه او نوي مأخذونه یې پيدا کړي، نوموړی کتاب زما محترم پلار راوړ او ما ته یې وویل چې د ابدال کلزائي په اړه په دې کتاب کې مالومات شته او نوی چاپ شوی. زما پلار دا هم وایي چې په (تاریخ فرشته) لومړي ټوک کې د غور د غلجیو(خلجیو) په اړه مالومات شته چې خلجیان یې بولي چې وروسته یې په هند کې ځواکمنه واکمني درلودله.

کله چې د افغانستان په تأریخ مونږ له نوي څېرې او یوې نوي کورنۍ سره اشنا کیږو نو دا هم باید له یاده ونه باسو چې د داسې نوم ورکو واکمنانو په اړه باید څېړنه وشي. هغه مأخذونه چې ښاغلي ځدراڼ صاحب یې یادونه کړي ده عبارت دي له:

  • روضات الجنات فی اوصاف مدینة هرات؛معین الدین زمچی اسفزاري
  • جغرافیای ربع خراسان، شهاب الدین عبدالله حافظ ابرو
  • جغرافیای حافظ ابرو
  • ذیل جامع التواریخ رشیدی؛حافظ ابرو
  • زیدت التواریخ،حافظ ابرو

همدارنګه د تیمور خپل کتاب (منم تیمور جهانګشا) تر ټولو مهم کتاب دی او اوس پښتو ته هم ژباړل شوی دی.

دا چې د افغانستان لویو مؤرخینو په غور کې د غلجیو د واکمنۍ په اړه مالومات نه دي ورکړي نو څرګنديږي چې دوی ته مأخذونه په لاس نه وو ورغلي لکه د استاد حبيبي په تأریخونو کې…

کله چې په تأریخ کې دومره زړه ور واکمن تېر شوی چې تیمور خپله هم ترې متأثر دی، نو باید د ده په اړه څېړنه وشي او د افغانستان معاصر مؤرخین او علماء باید کوښښ وکړي ترڅو نور مالومات هم پيدا کړي او د هغه په اړه کتابونه ولیکي.ابدال غلجې او د هغه مبارزه باید د افغانستان په تعلیمي نصاب کې شامله شي او باید نړیوالو ته معرفي شي او په نړیوالو ژبو د هغه په اړه لیکنې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب