سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د "ادبي تحليلونه" لنډه پېژندګلو |بریال یوسفزے

د “ادبي تحليلونه” لنډه پېژندګلو |بریال یوسفزے

د دې کتاب ليکوال استاد محمد صديق روهي دے چې د پښتو اکېديمۍ، کوئټې لۀ خوا د ۵۰۰ پۀ شمېره کښې پۀ کال ۲۰۱۶ء کښې خپور شوے دے چې ټول ۲۱۶ مخونه لري ـ پۀ کتاب ليکنې سيد خېر محمد عارف “د لوئے خداے پۀ نامه” او ډاکټر عبدالرؤف رفيقي “دغه ادبي تحليلونه” د عنوان لاندې کړې دي ـ پۀ کتاب سريزه زلمي هېواد مل ليکلې ده ـ پۀ کتاب کښې ټولې ديارلس هغه مقالې موجودې دي کومې چې استاد محمد صديق روهي پۀ مختلفو وختونو کښې پۀ مختلفو موضوعاتو باندې پۀ مختلفو سيمينارونو کښې اورولې دي ـ لاندې ئې ذکر کؤم:
1. د روښانيانو د نهضت څرنګوالي د تاريخ د فلسفلې پۀ رڼا کښې
پۀ دې مقاله کښې محمد صديقي روهي روښانيانو د نهضت پۀ باب درې نظرئې ذکر کړې دي وړومبۍ عرفاني نظريه، دويمه ملي نظريه او دريمه عوامي نظريه ـ
2. د پټې خزانې ارزښتونه
پۀ دې مقاله کښې د کتاب ليکوال د پټې خزانې پېژندګلو سره سره ، د پټې خزانې ميتوديک ارزښت، ليکدودي (املائي) ارزښت، د پټې خزانې نثر، تاريخي ارزښت، او د کلتوري ارزښت پۀ باب ليکل کړي دي ـ
3. د ميا روښان او ميا فقيرالله د ژوند د پېښو او افکارو پر تلنه
4. د الفت (ګل باچا الفت) ادبي بحثونه
5. شيوه پر داخت سراج التواريخ (فارسي مقاله)
6. د امير کروړ سوري او خوشحال خټک د حماسي شعرونو پر تله
7. د هجرۍ نړۍ ليد
8. پښتو معاصره ادبيات او پۀ افغانستان کښې ئې د انکشاف پړاؤنه
دا مقاله د پښتو پۀ معاصره ادب باندې ليکلې شوے ده چې پۀ کښې د معاصر ادب د پېژندګلو سره پۀ کښې د پښتو د معاصره ادب پۀ بابله څو نظرئې هم د بحث لاندې راوستلے شوې دي لاندې ئې ذکر کؤم ـ
د پښتو معاصر ادب، هند ته د انګرېزانو د راتګ سره پېل کېږي
د پښتو معاصر ادب افغانستان ته د انګرېزانو د راتګ (۱۸۹۳ء)سره پېل کېږي
د پښتو معاصر ادب د امير شېر علي خان د باچاهۍ پۀ دويمه دوره کښې شروع کېږي ـ
د پښتو معاصر ادب پۀ تيره (هنري نثر) بنسټ د نولسمې پېړۍ پۀ اويايمو کلونو کښې اېښودل شوے دے
د پښتو معاصر ادب د افغانستان د خپلواکۍ د جنګ (۱۹۱۹ء) سره سم تيغونه وهي او وده کوي
د پښتو ادب اوسنۍ دوره له (۱۳۵۰ ل) کال څخه پېلېږي
د دې نظرياتو سره سم پۀ دې مقاله کښې د کتاب ليکوال د پښتو د معاصر ادب پۀ پېلامه، د پښتو د معاصره ادب د انکشاف وړومبے پړاؤ،د روښانتيا دورې د ابياتو خصوصيات، د ويښتيا دوره، شاعران، اوپيرا جورؤنکي، قيصه ليکوني ، ناول ليکونکي، ادب پېژندوکي، هنري نثر او ادبي ټوټې ، د ادبي طنز ليکونکي،فولکلوريسټان، د ادبي سبک پالونکي او د د اوښتون پۀ باب ليکنې کړي دي ـ
9. د تاريخ مرصع د ليکنې موضوع هدف او ميتود
پۀ دې مقاله کښې کتاب ليکوال استاد محمد صديق روهي د تاريخ مرصع موضوع، د تاريخ مرصع د ليکنې هدف (هدفونه)،او د تاريخ مرصع د ليکنې پۀ ميتودmethod باندې ليکل کړي دي ـ
10. ايا حميد هندي سبک وۀ
پۀ دې مقاله کښې د کتاب ليکوال پۀ “هندي سبک که هندي مکتب”،”د هندي سبک ځانګړتياوے”، او “د عبدالحميد مومند د سبک څرنګوالے” پۀ موضوع ليکل کړي دي ـ
11. د رحمان بابا پېغام
12. د عبدالقادر خان د شخصيت انځور د هغه د ديوان پۀ هنداره کښې
13. “پټه خزانه في الميزان” د کره کتنې پۀ تله کښې ـ
دا کتاب د موضوعاتو پۀ حوالې سره خپل اهميت پۀ خپله ښائي چې د پښتو ادب د زدۀ کؤنکيو د پاره د اهميت وړ دے بايد چې هر لوستونکے ئې اولولي ـ
ــــــــــــــــــــ
بريال يوسفزے

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب