پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهمجاهد په افغانستان کې د داعش د مرکزیت تورونه رد کړل

مجاهد په افغانستان کې د داعش د مرکزیت تورونه رد کړل

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د مرکزیت په تړاو، د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی سند جعلي او د دوی خلاف پروپاګند دی.

مجاهد په یو لړ ټویټونو کې ادعا کړې، چې افغانستان د سیمې په کچه په یو امن هیواد بدل شوی.

د هغه په وینا، داسې ادعاوې او اسناد خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار دی، چې په افغانانو یې ښه حالت نه لوریږي.

د طالبانو ویاند زیاتوي، چې د دوی رژيم په هیواد باندې بشپړ کنترول لري او هيڅ چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د کوم بل هیواد د امنیت په ضد استعمال شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او د محوې کیدو په حال کې ده.

هغه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له لوري، د امریکا د دفاع وزارت د پټو اسنادو په حواله خپور شوي تازه راپور ته په اشارې ویلي، دا ډول راپورونه د دې ښکارندوی دي چې په امریکا کې ځیني کړۍ لا هم دافغانستان له خلکو سره له کینې او دښمنۍ څخه نه دي لاس په سر شوي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د افشا شویو اسنادو پر بنسټ په یوه نوي راپور کې ادعا کړې، چې افغانستان د داعش ډلې د همغږۍ مرکز ګرځېدلی او دا ترهګره ډله هڅه کوي له افغانستانه پر اروپا، امریکا او اسیا  بریدونه پلان کړي.

په دغو رازونو کې ادعا شوې، چې د داعش لخوا په قطر کې د سفارتونو، کلیساګانو، سوداګریزو مرکزونو او د تیر کال د فوټبال نړیوال جام په نښه کولو لپاره ځانګړې هڅې ترسره شوي.

1 COMMENT

  1. ته مجاهد خو ریښتیا وای داعش ځکه نشته چی د داعش رول هم تاسو لوبه وې هر مرداری چی وکړی بیا وایی دا داعش وکړه مونز دې داعش ټغر ټول کړ ج

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب