دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمنزوي شوی ملا ضعیف د طالب چارواکو د اختر مبارکۍ په یوه...

منزوي شوی ملا ضعیف د طالب چارواکو د اختر مبارکۍ په یوه غونډه کې لیدل شوی

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ )  په پاکستان کې د طالبانو د تېر رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د نورو اصلاح غوښتونکو طالب مشرانو په شان منزوي و، له اوږده ځنډ وروسته د طالب چارواکو د اختر مبارکۍ په یوه غونډه کې لیدل شوی.

د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر په خپرو کړو اختریزو عکسونو کې نوموړی د لسګونه نورو طالب پلوو په ګډون د اختر مبارکۍ په جوړه شوې غونډه کې ښيي.

په دې غونډه کې د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر له یو شمېر طالبانو سره لیدلي.

د مولوي کبیر دفتر په دې غونډه کې د عبدالسلام ضعیف ګډون ته کومه خاصه اشاره نه ده کړې، یانې د نوم او ځانګړي ګډون یادونه یې نه ده شوې.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو د تېر رژيم له نسکوریدو وروسته پاکستان لاس تړلی امریکایانو ته وسپاره، چې له څه موده بند وروسته بیرته خوشې او کابل کې مېشت شو.

هغه که څه هم په کابل کې د سیاسي فعالیتونو د نه لرلو ادعا کوله، خو د طالبانو د کابل مېشتو لابي کوونکو مهم سرلاری ګڼل کیده.

ملا ضعیف د منتقدانو له لوري یې تورن شوی و، چې د طالبانو د یوه مهم ارتباطي او تبلیغاتي ادرس ترڅنګ، په خپلو دیني مدرسو کې دغې ډلې ته د ځانمرګو بریدګرو روزنه هم کوي، خو نوموړي دا ادعاوې رد کړې وې.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، ویل کیږي چې د المپیک کمېټه د نوموړي نیږدې کس نظرمحمد مطمئن ته سپارل شوې وه، خو مطمئن څه موده مخکې د طالبانو د مخ پټي مشر ملاهبت الله له لوري له دندې ګوښه شو.

له مولوي کبیر سره د ملا ضعیف د اختر مبارکۍ ناسته کې مطمئن هم لیدل شوی، چې ګومان کیږي ضعیف یې د بلې دندې سپارښتنې ته ورغلی وي.

مولوي ضعیف څه موده مخکې په یو لړ ټویټونو کې د طالبانو د رژیم په اړه اصلاحي نیوکې کړې وې او د نیوکو د دوام ژمنه یې کړې وه.

د هغه د دغو نیوکو لړۍ په نا معلوم دلیل ځنډیدلې ده.

د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله ویلي، چې د رژیم پر چارواکو یې څوک د څرګندو نیوکو حق نه لري.

1 COMMENT

  1. ولا خلک عصری شول، کلچی په میزونو خوری او په چوکیو یا کوچونو ورته کینی. تلویزیون ګوری، عکس اخلی، سندری اوری.
    ځوانانو ! لږ ورته حوصله وکړئ لکه مجاهدین مو چی بالاخره نکتایی پوش او دیموکرات کړل دوی به هم دغسی شی. هغوی هم په حشت قطعاً تر دوی کم نه و. کله چی څلویښت کاله مخکی متمدن او شهری کابلیان پاکستان تهمهاجر شول، همدی افغانانو پنجابیانو ته په قاشق او پنجه خوراک ورزده کړ، صابون او شامپو یې ور وښوده ، دا دی اوس یی د مدرسو چڼیانو ته باید ژوند او تمدن ورزده کړی. افسوس کابله چی تا اخلاق، کلتور ، فرهنګ او غرور او دبدبه نورو ته ورزده کړل، خو نورو درته وحشت، سپکاوی او تحجرصادر کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب