Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران له افغانستان سره بله سوداګري لار پرانیزي

ایران له افغانستان سره بله سوداګري لار پرانیزي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۸) د ایران د رضوي خراسان ولایت د پولو په چارو کې د والي مرستیال علي رسولیان وايي، له افغانستان سره د ایران پر موجودو سرحدي تجارتي لارو سربېره به یوه نوې لار پرانیزي.

د ایرنا د راپور له مخې، رسولیان د دوشنبې په ورځ وویل، د شمتیغ سرحدي لاره، چې د خاف – هرات د رېللارې په اوږدو کې پرته سیمه ده، پرانیستل کېږي.

د ده په وینا دا نوې سرحدي لار تر مطالعې لاندې ده او له پرانیستل کېدو سره به یې د ایران رضوي خراسان ته ډېرې اقصتادي ګټې په برخه شي.

رسولیان وايي، دا نوې پروژه به په دوو میاشتو کې بشپړه او پرانیستل شي.

ده همداراز وویل چې د ایران د خاف او هرات ښار ترمنځ رېللار به نه یوازې د تجارتي مالونو د ترانزیت لګښت کم کړي بلکې پر دوغارون بندر به بیروبار کم کړي.

حاضردمه د ایران او افغانستان ترمنځ درې سرحدي لارې په رسمي ډول فعالې دي.

تمه کېږي چې د چابهار – زرنج ترمنځ د رېللارې د جوړېدو له کبله د ایران له لارې د افغانستان واردات او صادرات لا ډېر شي.

ایران وايي چې سږ کال به یې افغانستان ته صادرات ۳ ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

1 COMMENT

  1. داسې نشي چې د افغانستان ټول مارکېټ د ایران لاس ته وروغورځي. حکومت باید د کور دننه تولیداتو ته ډېر لمړيتوب ورکړي او هم یې باید ننګه وکړي. مونږ ولې باید د ایران د بسکوېټو لپاره په میلیونونو ډالره د دوی حسابونو ته ور ولېږو او داسې نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...