ښایي دا ډېر دا د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې نوی اقدام وي، تازه د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ټیټ پوړی روزونکی نورمحمد لالی د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون له څلورو مادو د سرغړونې او د خپلې تېروتنې د منلو په پایله کې د پنځو کلونو لپاره د کرکټ له هر ډول بڼې له بندېز سره مخ کړی. له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي بندېز تائید شوی دی.
نور محمد لالي خپله تېروتنه منلې، اوس کرکټ بورډ له ۵ کلن بندېز سره مخ کړی