جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي لا هم د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه...

طالبان وايي لا هم د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۸مه: طالبان وايي د افغانستان حکومت له لوري د زندانیانو د خلاصون لړۍ لا هم نه ده پشپړه شوې.

د طالبانو د قطر دفتر نوي ویاند ډاکتر نعیم وردک د دوشنبې په شپه په یوه ټویټ پیغام کې ویلي، تر دې دمه د زندانیانو د خوشې کولو پروسه نه ده تکمیل شوې او چې دا پروسه بشپړه شي د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی خبرو ته تیار دی.

د ښاغلي وردک په خبره اوسمهال د بندیانو پر خوشې کولو خبرې روانې دي او هیله ده چې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي په دې هکله پوره جزیات نه دي ورکړي، چې د حکومت په بند کې ددوی څو کسان بند پاتې دي.

تر دې وړاندې حکومت او طالبانو داسې اعلامیې خپرې کړې وې چې د بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شوې او په نږدې وخت کې به خبرو ته سره کیني.

ټاکل شوې حکومت او طالبان په نږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو تر اوسه یې  دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې حکومت د طالبانو شپږ تنه بندیان قطر ته لیږلي او ویل کېږي چې هلته به د افغانانو د خپلمنځي خبرو تر بشپړېدو نظربند وي.

د راپورونو له مخې یاد شپږ کسان د طالبانو هغه بندیان دي چې فرانسې او استرالیا یې د نه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

حکومت تر اوسه د طالبانو ددې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب