یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه...

پاکستان یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۸مه: د پاکستان حکومت یو ځل بیا له افغانستان سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کړی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د افغانستان لپاره خپل نوي سفیر منصور احمد خان ته سپارښتنه کړې چې د کابل او اسلام اباد د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا تمرکز وکړي.

د ښاغلي علوي په خبره پاکستان په سیمه کې د یوه سوله ییز او امن افغانستان غوښتونکی دی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پراخې شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د پاکستان د ولسمشر په وینا په افغانستان کې د سولې راتګ په سیمه کې د سولې د راتګ په مانا دی.

هغه وايي پاکستان هڅه کوي چې ژر تر ژره د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي او افغانستان کې تلپاتې سوله راشي.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځلې ورته څرګندونې کړې دي، خو طالبانو تازه ویلي د دوی د بندیانو لړۍ لا بشپړه شوې نه ده او چې یاده پروسه تکمیل شي مذاکرات به پیل کړي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%87-%d8%af-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%86-%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب