Homeخبرونهکلیفورنیا کې د اونیو په تېرېدو لاهم اورلګېدنه نه ده کابو شوې

کلیفورنیا کې د اونیو په تېرېدو لاهم اورلګېدنه نه ده کابو شوې

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۸) د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې له اونیو راهیسې لګېدلی اور لاهم نه دی کابو شوی او دوام لري.

اورد یاد ایالت په ځنګلي سیمو کې د پټاکیو دکارونې له امله رامنځته شوی دی.

کلیفورنیا ایالت د امریکا یو له هغو سیمو څخه ده، چې هرکال پکې پراخې اورلګېدنې رامنځ ته کېږي، خو د امریکا حکومت یې په مخنیوي نه بریالی کېږي.

د معلوماتو له مخې دغه ایالت د خپل تاریخ تر ټولو ګرم اوړی تېروي او ډېری اورلګېدنې هم د هوا د ګرموالي له امله رامنځ ته کېږي.

خو د ځایي چارواکو د معلوماتو پر اساس وروستۍ اورلګېدنه په یوه پروګرام کې د پټاکیو د کارونې له امله رامنځ ته شوې، چې نږدې ۷ زره جریبه ځنګل یې تر دې دمه له منځه وړی دی.

دغه راز ویل کېږي، چې دې اورلګېدنې تر دې دمه ۷۳ زره جریبه ساحه سوځولې ده.

بل لورته د هوا پېژندنې ادارې په یاد ایالت کې د هوا د ګرموالي له امله د نورو اورلګېدنو د رامنځ ته کېدو احتمالي خبرداری هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...