دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو...

طالبانو د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۸مه: طالبانو تېره شپه د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د دوشنبې په شپه د کابل د خاک جبار ولسوالۍ اړوند شېرالله ساحه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له کلک غبرګون سره مخامخ شول.

خبرپاڼه کاږي د طالبانو دغه بریدونه د ۱۱۱ فرقې د درېمې لوا له لوري په شا تمبول شوي دي.

سرچینه زیاتوي په یادو بریدونو کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې په دې حمله کې امنتیي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبان تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د جګړې ډګر تود شوی او هره ورځ حکومت او طالبان یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب