نور محمد لالي خپله تېروتنه منلې، اوس کرکټ بورډ له ۵ کلن بندېز سره مخ کړی

ښایي دا ډېر دا د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې نوی اقدام وي، تازه د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ټیټ پوړی روزونکی نورمحمد لالی د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون له څلورو مادو  د سرغړونې او د خپلې تېروتنې د منلو په پایله کې د پنځو کلونو لپاره د کرکټ له هر ډول بڼې له بندېز سره مخ  کړی. له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي بندېز تائید شوی دی. نو محمد لالی په ۲۰۱۹م کال کې د کاپیسا ولایت له لوبډلې سره د  کورني کرکټ د دوه ورځنیو لوبو یا (Two-day) لوبو پر مهال د مرستیال روزونکي دنده ترسره کړې چې سربېره پر دې د همپالنې په نوم د کرکټ له یوه خصوصي اکاډمۍ سره هم د مشر روزونکي دنده ترسره کوله چې پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د اصولو تر چتر لاندې راځي.

نوموړي دغه سرغړونې د ۲۰۱۹م کال د شپږیزې کرکټ لیګ پر مهال ترسره کړې چې پکې په څو سیالیو کې د لوبې یوه برخه د نوموړي په خوښه جوړول یا لوبول (Spot-fixing) شامل دي.

نورمحمد لالي د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون له لاندې څلورو ذکر شوو مادو سرغړونه کړې ده:

۲-۱-۱: د لوبې د پایلې په اړه جوړجاړی یا په بله بڼه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د یوه مفسد لوري غړی جوړېدل چې له امله یې په ګډې پرېکړې سره د لوبې پایله بدلون مومي یا په عمدي توګه سمه لوبه نه ترسره کول.

۲-۱-۴: په عمومي ډول د داسې یوه ګام پورته کول چې په هڅولو سره یې بل لوری هم ورته کار او ګام پورته کولو ته اړ ایستل کېږي، ترڅو له قانون سرغړونه وشي.

۲-۳-۳:  د لوبې بل ګډونوال هڅول، تېر باسل او یا ورته وړاندیز کول، ترڅو په مستقیمه توګه د فساد پر وړاندې د مبارزې له قانون سرغړونه وکړي.

۲-۴-۴: د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې سره پر خپل وخت د هغو مېلمستیاو، بلنو او غیراصولي کړنو د جریان نه شریکول او پکې پاتې راتلل.

د یادولو ده چې نورمحمد لالی پر خپلو سرغړونو اقرار کړی او د افغانستان کرکت بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې دغه سزا یې پر ځان منلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې مدیر ښاغلي سید انورشاه قریشي په دې تړاو وویل: ((دا د خپګان او ناهیلې ځای دی چې د کورني کرکټ یو ټیټ پوړی روزونکی په ستره کچه او مهمو لوبو کې ورته چاره ترسره کوي او د ۲۰۱۹م کال شپږیزې په لوبو کې په دغه جرم مرتکب کېږي.

ښاغلی قریشي سربېره پر دې زیاته کړه: ((غواړم له یاد ملي لوبغاړي چې پر وخت یې له موږ سره معلومات شریک کړل؛ ډېره مننه وکړم چې په ډېرې زړورتیا او  په بشپړ مسلکي ډول یې له موږ سره یاد پټ معلومات شریک کړل. نوموړي له هغې شیبې چې ورته وړاندیز شوی و، وړاندیز رد او  هغه یې له موږ سره شریک کړ او تر دې چې له موږ سره یې د څېړنې پر مهال هم بشپړه همکاري کړې ده.))

همدارنګه نوموړي زیاته کړه: که چېرې احیاناً نورمحمد لالي په دغه څېړنه کې له موږ سره د خپلو تېروتنو د سپیناوي په برخه کې بشپړه همکاري نه وی کړې، نو د دې امکان و چې نوموړی له لا ډېر بندیز سره مخ شي.