ټرنټ الیکسانډر د خپلې موخې شا ونیوله، نور هم شته

محمود خان منندوی

ټرنټ الیکسانډر ارنولډ د غوره لیګ د ۲۰۱۹/۲۰ فصل د غوره ځوان لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

همدارنګه کیوین ډي برویندد غوره لیګ د ۲۰۱۹/۲۰ فصل د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

میسي: باوري وم چې کلب به زما پر ځای ځوان لوبغاړي راولي او زما دوران ختم شوی دی.

د کال په جریان کې مې د کلب رئیس ته وویل، چي غواړم ولاړ شم او اوس د دې له پاره مناسب وخت و، خو بارټومیو زما ټوله کوښښونه ودرول.

زه ډېر متاسفه یم، چې ومې ویل، غواړم دلته فوټبال ختم کړم. ډېر سخت کال و. د جلا کېدو تصمیم مې د بایرن د ماتې په خاطر نه و نیولی.

هالنډ ملي لوبډلې خپل نوی لباس معرفي کړ. هالند ملي لوبدلې دا ځل سیالیو ته د بشپړ چمتو والي تر څنګ د خپل نوي لباس ننداره هم مینه والو ته وړاندې کړې ده. اینټر میلان د ویډال سره په دوه کلن قرارداد د شپږ میلیونه معاش سره توافق ته ورسېد او اوس باید دا کلب د بارسلونا سره توافق ته ورسېږي.

د کاټلونیا راډیو د ارسنال او بارسلونا ترمنځ د کوټینیو د قرضي انتقال پر سر د خبرو خبر ورکړ. د کوټینیو معاش به دواړه کلبونه په مساوي توګه ورکوي.

 رسمي: د لیل ۲۱ کلن حمله کوونکی لوبغاړی ویکټور اوسیمن په پنځه کلن قرارداد د ۵۰ میلیونه یورو + انعام سره د ناپولي سره یو ځای شو.

د فابریټزیو رومانو د اعلان پر اساس، د منچسټر سيټي او والنسیا کلبونه د فران ټوریس پر سر د ۲۷ میلیونه یورو په بدل کې وروستي توافق ته رسيدلي دي.

ډیلي میل: ویسټهام یونایټیډ د منچسټر سیټي د دفاعي لوبغاړي جان سټونز د رانیولو په برخه کې تر ارسنال مخته شو. سیټي د هغه لپاره ۲۰ میلیونه پونډه غواړي.

 ګول سایټ: په نقل او انتقالاتو کي د منچسټر سیټي دفاعي لوبغاړی اریک ګارسیا د بارسلونا لومړی هدف ګرځېدلی دی. ګوارډیولا کوښښ کوي چې دغه لوبغاړی په سیټي کې د اوږد مهال لپاره پر پاتې کېدو راضي کړي.