سرفراز نواز: پخواني ولسمشر ضیاء الحق عمران خان سره د وزیر اعظمۍ ژمنه کړې وه

 د پاکستان کرکټ پخوانی لوبغاړی سرفراز نواز وايي: پخواني ولسمشر ضياء الحق عمران خان ته زوی ويلی و او ژمنه يې ورسره کړې وه چې تر وزیر اعظمۍ به دې رسوم.

 هغه وايي: زما او د عمران خان د ملګرتیا شاوخوا دېرش کاله وشو، خو سخت لالچي انسان دی، سلام کلام مې ورسره اوس نشته، هغه دې خدای پخپل او ما دې خدای پخپل ځای خوشاله لري.

عمران خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی غوره کرکټر پاتې شوی دی او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې ستر ویاړونه ګټلي دي.

خان په لوبډله کې د آلروڼدر په حېث لوبېد او په ښي لاس یې توپوهنه کوله.

 هغه د کرکټ په ډګر کې ځلانده لوبغاړی و او د غوره کرکټ  له امله د نړېوالو په خولو کې ولوېد، نړېوال شهرت یې ترلاسه کړ او همدې شهرت سیاسي ژوند ته لېواله کړ.

عمران خان ۶۷ کلن دی او اوسمهال د پاکستان صدراعظم دی.