عمران طاهر د هندي لوبغاړي ستاینې ته بډې وهلي

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مسلمان کرکټر عمران طاهر د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی او نامتو کرکټر ایم ایس ډهوني په اړه خپله بنده خوله پرانېسته، طاهر د دې تجربه کار لوبغاړي ستاینه کړې او هغه یې د کرکټ اتل بللی دی.

عمران طاهر وايي: ((یو څه باید زه بیا بیا ذکر کړم او هغه دا چې ایم ایس ډهوني رانه په ښو اخلاقو زړه وړی.))

 د جنوبي افریقا توپ اچوونکی عمران طاهر وايي: ((کله چې ډهوني ما په لومړي ځل وليد، د خپلې کوټې مخې ته ولاړ و، چې هغه راته په پراخه ټنډه وويل، طاهر وروره ښه راغلاست! هر وخت چې دې زړه و، راځه.))

 هغه وايي: د یو سينیر لوبغاړي ځوانو لوبغاړو سره دغسې چلند د عاجزۍ نښه ده، چې په ښو اخلاقو يې زما زړه وړی .

 هغه زیاتوي: ډهوني د امونو سخت شوقي دی، په کوټه کې يې ډول ډول امونه وي، خو يوازې يې نه خوري، نور لوبغاړي يې هم خوړلو ته دعوت کوي.

ایم ایس ډهوني د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر پاتې شوی او هند کرکټ بورډ ته یې ستر ویاړونه ور په برخه کړي دی.