شیکر دهوان په آی پي ایل کې دوهمه سلیزه وکړه

تاند- هندي لوبغاړي شیکر دهوان د هند د غوره لیګ آی پي ایل په ۳۸ مسابقه کې ۱۰۶ منډې وکړې او د خپلو منډو ریکارډ‌ یې ۵۰۴۴ ته ورساوه.

دی، چې د پنجاب ۱۱ شاهانو (کینګز) لوبډلې ته لوبېږي، پرون یې په داسې حال کې سلیزه پوره کړه چې تر دې په مخکینۍ مسابقه کې یې هم سلیزه کړې وه.

دغه کیڼ لاسي لوبغاړي په ۵۷ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې.

دهوان په عین حال کې دوهم هندي لوبغاړی دی چې د هند په غوره لیګ کې دوې سلیزې کوي.

تر ده وړاندې ویرات کهولي په ۲۰۱۶ کې څلور ځلې سلیزې کړې وې.