د وارنر سلیزه؛ استرالیا ته وارنر سلیزه جوړه کړه، ځکه خو یې سریلانکا په ګونډو کړه

د استرالیا او سریلانکا ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه د استرالیا په سترې بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سریلانکا له استرالیا څخه د ۱۳۴ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه. د لوبې پچه سریلانکا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

 استرالیا د پیاوړې توپ وهنې، په ځانگړی ډول د وارنر چټکې سلیزې پر مټ ټاکل شوو شلو اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې. استرالیا لپاره وارنر په ۵۶ توپونو د لسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۰۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

فېنچ په ۳۶ توپونو د اتو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۴ او مکسوېل په ۲۸ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره هم غوره او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. سریلانکا لپاره یوازې سنډاکن او شناکا یوه یوه وېکېټه واخیسته. ځوابي توپ وهنې کې سریلانکا کمزورې لوبه وکړه او ټاکل شوو شلو اورونو کې يي خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره شناکا په ۱۸ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۷ او پرېرا په ۱۶ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول. استرالیا لپاره زامپا ۳، مېچل سټارک او کمېنس دوه دوه او اگر یوه وېکېټه واخیسته.