هند اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ مساوي کړه

د هندوستان او استرالیا ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هندوستان وګټله. استرالیا دغې لوبې کې د ۳۶ منډو په توپیر ماتې وخوړه. د لوبې پچه استرالیا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. هندوستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۴۰ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره شېکر دون په ۹۰ توپونو د دیارلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۶، راهول په ۵۲ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۰ او وېراټ کولي په ۷۶ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۷۸ منډو جوړولو سره تر ټولو ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره زامپا ۳ او رېچرډسن دوه وېکېټې واخیستې. ځوابي توپ وهنې کې استرالیا ۴۹٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمېت غوره توپ وهنې په مرسته ۳۰۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۳۶ منډو وبایلله. استرالیا لپاره سمېت په ۱۰۲ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۸ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان لپاره محمد شامي ۳، سایني، جدېجا او کلدیپ یادف دوه دوه او بومراه یوه وېکېټه واخیسته.