د بنګله دېش بي پي ایل پای ته ورسېد؛ راجشاهي رویالز پایلوبه وګټله

د بنګله‌دېش پرېمیر لیګ پایلوبه د راجشاهي رویالز او کولنا ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. راجشاهي رویالز دغې لوبې کولنا ټایګرز لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

د لوبې پچه د کولنا ټایګرز لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. راجشاهي رویالز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

راجشاهي رویالز لوبډلې لپاره محمد نواز په ۲۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۱ ناسوځېدلې منډې او عرفان په ۳۵ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

کولنا ټایګرز لوبډلې لپاره محمد عامر ۲ او فرایلېنک او شاهد الاسلام یوه یوه وېکېټه واخیسته. ځوابي توپ وهنې کې کولنا ټایګرز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او په ۲۱ منډو يي ماتې وخوړه. کولنا ټایګرز لوبډلې لپاره شمس الرحمن په ۴۳ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

راجشاهي رویالز لپاره محمد عرفان، انډرې رسل او کمر الاسلام دوه دوه او ابو جاید او محمد نواز یوه یوه وېکېټه واخیسته.