جیمز: خوښ یم چې ایورټون سره یو ځای شوم، نور هم شته

محمود خان منندوی
ډېر خوشحاله یم چې د دې غټ کلب (ایورټون) سره یو ځای شوم، د پرمختګ او ښه والي لپاره دلته راغلم.

جیمز په ریال ما‌ډریډ کي:
۱۲۵ سیالۍ، ۳۷ ګولونه او ۴۲ د ګول پاسونه

موډریچ د لیونل میسي په اړه وايي: ریال بې له رونالډو هم خپل کار ته دوام ورکړ، بارسا به هم دغسې وي.

د بیلجیم د ملي لوبډلي روزونکی مارټینز:

ریال ب ېله هازارډه لالیګا نه شوای ګټلای، هازارډ په قهرمانۍ کې مهم رول درلود.

 ګازټا ویلي، چې ابراهیموویچ به راتلونکی فصل هم اسې میلان کې وي او څلور میلیونه معاش به اخلي.

کریم بنزما د ریال ماډریډ د ۲۰۱۹/۲۰ فصل غوره لوبغاړی وټاکل شو.  دا جایزه ماهو ورکوي، بنزما وویل: (( دا جایزه ځکه ډېر ارزښت لري، چي مینوالو ټاکلی یم.))

رسمي: انډري پيرلو د یوونټوس تر ۲۳ کلونو د کم عمره لوبډلې روزونکی وټاکل شو.

 د الکاس د خبر پر اساس، د قطر د الغرافه کلب تصمیم لري، چې په یوه لوړ وړاندیز سره د موناکو ۳۳ کلن مرکزي لوبغاړی سيسک فابریګاس واخلي.

 رسمي: د سعودي عربستان د سرمایه ګذارۍ صندوق د نیو کاسل یونايټيډ تر رانیولو تېر شو.

نایک کمپنۍ د راتلونکي ۲۰۲۰/۲۱ فصل لپاره د ټاتنهام لومړی او دوهم لباس معرفي کړ.

 ډيلي میل: ډاویډ سیلوا چې اوس ازاد لوبغاړی دی، د اینټر میامي، والنسیا او یوه قطري کلب څخه وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.