جیمز وارډ تېره شپه د ګول خوښي ولې ونمانځله؟ نور جالب هم شته

محمود خان منندوی

جیمز وارډ پروسي تېره شپه پر ارسنال تر ګول لګولو وروسته د کریسټیانو رونالډو د ګول د خوشحالۍ لمانځلو په ډول د خپل ګول خوشحالي ونمانځله.

د 2015 کال د مې 23مه:   مارټین اوډګارډ د رونالډو پر ځای لوبې ته داخل شو او لومړۍ لوبه یې د ذخیره لوبغاړي په توګه په سانټیاګو بیرنابیو کې د ریال ماډریډ لپاره وکړه.

 د 2019 کال د نومبر 23مه:  مارټین اوډګارډ دوهمه لوبه په سانټیاګو بیرنابیو کې وکړه، خو دا ځل د ریال سوسیډاډ لپاره د قرضي لوبغاړي په توګه.

د منچسټر سیټي کارنامه د 2019 کال په هغو لوبو کې چې د لیګ په جریان کې یې د خپل لوبغالي اتحاد کې کړي دي:

 16 لوبې

 14 بریاوې

 1 مساوي

 1 ماته

 43 لګول سوي ګولونه

 9 خوړلي ګولونه

 9 کلین شېټونه

 منچسټر سیټي پرون یوازینی کلب و، چې خپل د کور لوبه یي لیګ کې وګټله.