جعفر هاند ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

تاند ـــــــ د کرکټ په ډګر کې د (درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې، د کرکټ تاریخ) تر عنوان لاندې اثر چاپ شو.

دا کتاب ښاغلي جعفر هاند لیکلی چې د افغان کرکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته پکې اشاره شوې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې عمومي رئیس فرهان یوسفزي ویلي، هغه کسان چې د کرکټ په ډګر کې خدمت کوي او خبري پوښښ ورکوي، دوی یې ستایي او سپارښتنو ته یې درناوی لري.

حعفر هاندنوموړي د کرکټ برخه کې د جعفر هاند هڅو ته په پام سره هغه ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړی دی.

د هغه په وینا دا کار یې ځکه کړی چې ښاغلی هاند لا ډېر وستایل شي او افغان کرکټ ته نور خدمت هم وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي رئیس ددې کتاب ۲۰۰ جلده پېرلي او ویلي یې دي، چې د مرکزي دفتر سربېره به یې ددې ادارې زونونو ته هم واستوي.

فرهان یوسفزي دغه راز زیاته کړې: (موږ همېشه د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو او اصولو ته احترام لرو، هر وخت مو له خپلو درنو خبریالانو او تحقیقي مرکزونو سره د کرکټ ټول اړوند معلومات شریک کړي چې په دې برخه کې به موږ هر وخت همکاره واوسو.)