افغان کرکټ بورډ لومړۍ درجه ولایتي کرکټ سیالۍ وځنډولې

سمیع الله درانی

 کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په خوست ولایت کې یې ګرېډ ون یا لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لس ورځې وځنډولې.

 د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ وځنډولې، دا لوبې د مارچ میاشت په لومړیو کې د خوست ولایت کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې؛ چې پکې د زونونو لوبډلې شاملې وې.

 د کرکټ بورډ د مشر فرهان یوسفزي په خبره د لوبو د بیا ځل پېلېدو په اړه به دوی ناسته ولري.

 د دې سربېره کرکټ بورډ د هېواد په ټولو ولایتونوکې د کرکټ اکاډومیو مسئولینو ته امر کړی، چې ټولې ورزشي چارې وځنډوي او د بیا ځل امرکولو لپاره دې انتظار وکړي.

 کرکټ بورډ په داسې حال کې په ورزشي فعالیتونو د لس ورځو لپاره بندیز ولګاوه، چې د شنبې په ورځ د افغانستان د بدني روزنې فدراسیون هم تر نامعلومې نېټې ټول ورزشي فعالیتونه ځنډولي دي.