نن شنبه په ننګرهار، خوست او کندهار کې د کرکټ درېیمه درجه سیالۍ پېلېږي

 د ننګرهار په غازي امان الله خان، د خوست او کندهار کرکټ لوبغالو کې د شلو لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ درېیمه درجه ولایتي لوبې  نن شنبه د فبروري په لومړۍ نېټه پېلېږي او شاو خوا دوه اوونۍ به دوام وکړي.

 د سپین غر یا ختیځ زون کرکټ بورډ رئیس مېوند مجاهد وویل، دغو لوبو کې ټولې شل لوبډلې ګډونوالې دي، چې له پنځه زونونو پکې لوبډلې او لوبغاړي لوبېږي.

 شل لوبډلې په پنځه ګروپونو وېشل شوي دي، چې الف یا ای ګروپ کې زابل، فراه، نیمروز، ارزګان،

 بي ګروپ کې لغمان، کوچي، کونړ او نورستان، سي ګروپ کې پکتیا، غزني، بامیان او فاریاب، ډي ګروپ کې مېدان وردګ، پروان، پنجشېر او کاپیسا او اِي ګروپ کې بغلان، تخار، جوزجان او سمنګان لوبډلې شاملې دي.

 د سپین غر زون کرکټ بورډ د ویاند فضل الرحیم رحیمي په خبره له درېیمه درجه لوبډلو څخه به مخکښې لوبډلې دویمه درجه او له هغې څخه به مخکښې لوبډلې لومړۍ درجه ولایتي لوبډلو ته بریالۍ شي.