د ننګرهار په شینوارو کې د کرکټ لوبلړ پای ته ورسېد

الفت الله محبزی

د ختیځ ننګرهار په شینوارو سپین غر ولسوالۍ کې د کرکټ لوبو ټورنمېنټ سیالئ نن جمعه پای ته ورسېدې.
دغه ۱۲ اوریزې ټینس بال کرکټ سیالې دخپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ
داچین، سپین غر، غني خیل اوکوټ ولسوالېو د۴۰ بیلابیلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
ددې سیالېو پای لوبې ته یې د پیښې خوړ زلمیان او میدانک لوبډلو لاره موندلې وه چې د پیښې خوړ زلمیانو پایلوبه پخپل نوم کړه.
د پایلوبې په دغه مراسمو کې د هیواد دملي ټیم لوبغاړی افتاب عالم،د سپین غر امنیه قومندان، او همداراز دسپین غر او اچین آمنیتي مسؤلینو، دسیمي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

باید یاده شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار په شینوارو کې د کرکټ دا ډول لوبلړۍ په لاره اچول کیږي، بلکې له دې وړاندې هم بیا بیا دا ډول لوبلړۍ په لاره اچول شوې وې.