د شینوارو په غني خیلو کې د سولې غږ کرکټ لوبلړ پای ته ورسېد

الفت الله محبزی
د ننګرهار په ﻏﻨﻲ ﻭﻟﺴﻮﺍﻟۍ ﮐې ﺩﺳﻮﻟې ﻏږ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪې ﺩ ﮐﺮﮐټ ﻟﻮﺑﻮ لوبلړ ﭘﺎﯼ ﺗﻪ ﻭﺭﺳﯿﺪ. دغه سیالۍ لس اوریزه وې او د ماسپښين له خوا ترسره کېدې.
په دې لوبلړ کې  د ۳۸ لوبډلو ﺗﺮﻣﻨځ سیالۍ وشوې چې ﺩ ﻏﻨﻲ ﺧﯿﻠﻮ ولسوالۍ اړوند د ﺳﯿﺎﭼﻮﺏ (تورلرګي) ﮐلي ﮐې ﺗﺮﺳﺮﻩ شوې.

په دې لوبلړ کې ﺩ ﺍﭼﯿﻦ، ﺳﭙﯿﻦ ﻏﺮ، ﻏﻨﻲ ﺧﯿل، ﺑټي ﮐﻮټ، ﮐﻮټ ﺍﻭ ﻣﻮﻣﻨﺪﺭې ﻭﻟﺴﻮﺍﻟېﻮ ﺍړﻭﻧﺪ ﻟﻮﺑډﻟﻮ ﺑﺮﺧﻪ ﺍﺧﯿﺴﺘې ﻭﻩ ﭼې ﭘﺎیلوبې ﺗﻪ یې ﺩ ﭼﻬلګزي اﺩﺑﻲ ﺑﻬﯿﺮ ﺍﻭ ﺳﯿﺎﭼﻮﺏ ﺍﺗﺤﺎﺩ ﻟﻮﺑډﻟو لار وموندله.

په پایلوبه کې د سیاه چوپ چې په تورلرګي سیمه هم شهرت لري، او لوبډله یې اتحاد نومېده، پایلوبه په خپل نوم کړه.
د پایلوبې په دې شانداره ﻣﺮﺍﺳﻤﻮ ﮐې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ رپانده او ﺩ ﯾﺎﺩې ﻭﻟﺴﻮﺍﻟۍ ﻣﺴؤوﻟﯿﻨﻮ، ﻣﺸﺮﺍﻧﻮ ﺍﻭ ځوانانو ګډﻭﻥ ﮐړﯼ وو.

ددې لوبلړ موخه د تل پاتې او باعزته سولې لپاره د ځوانانو یووالی بلل شوی دی.