د فامېلۍ سوپر لیګ: شینوارو خصوصي لېسې قومیزه لوبډله ماته کړه| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن شنبه چې د سلواغلې له دولسمې نېټې سره سمون خوري، د دوهم پړاو دوهمه سیالي ترسره شوه.

دا سیالي قومیزې غورزنګ او شینوارو خصوصی لېسې لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، په سیالۍ کې ټاس د شینوارو خصوصی لیسې وګاټه او په خپله د توپوهنې پریکړه وکړه.

د شینوارو خصوصي لېسې د سیالۍ په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې قومیزې لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف په واک کې ورکړ.

په دې منډو زیات رول بلال خان اداء کړ، نوموړي په یوازې ځان ۳۲ منډې وکړې.

د سیالۍ په دوهم اننګز کې قومیزه لوبډله د پورته هدف د ترلاسه کولو په موخه مېدان ته راښکته شوه، خو لوبغاړو یې د پام وړ لوبه ونه کړه؛ د قومیزې لوبډلې ټول ټال ۸۹ منډې جوړې کړې او سیالي یې د شینوارو خصوصي لېسې ته بایلوده.

سبا ددې سیالېو په لړ کې مارکو اتلان د حصارک اخوند لوبډلې یو د بل په وړاندې مخامخ کیږي.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.