د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

ګول: نیو کاسل یونایټیډ غواړي، څو له ډورټمنډ څخه د ۲۵ میلیونه پوڼډو بدل کې پاکو الکاسر په قرضي توګه د رانیولو د اجباري بند سره را ونیسي. دغه راز ساري غواړي د یوونټوس سره تر قرارداد ختمېدو وروسته د روزونکې په توګه د فوټبال سره مخه ښه وکړي. ساري

 فابریټزیو رومانو: ټاټنهام تر اوسه د ریال سوسیډاډ سره د ویلیان خوزي پر سر هیڅ توافق نه درلود.  پیونټک لا هم د دوی له ټاکنو څخه دی. د پاریس سېنټ جرمن سره د سټیون براخواین پر سر د ټاټنهام خبري جریان لري او راتلونکو ساعتونو کې دواړه کلبونه توافق ته رسیږي.

په ورته وخت کې بیا د منچسټر یونایټیډ ۶-۰ بریا، د ۱۹۹۹میلادي کال راهیسې له کور څخه د باندې سیالېو کې د دې کلب د ګولونو څخه تر ټولو ډکه بریا وه. په هغه کال کې منچسټر یونایټیډ ۸-۱ ناټینګهام فوریسټ ته ماته ورکړې وه، چې سولشر هغه لوبه کې ۴ ګولونه لګولي وو.

دغه راز  پاراټیچې وايي، موږ اوس مهال روما ته د کارلس پیرز د انتقال له پاره کار کوو. بارسلونا د دې لوبغاړي له پاره د بیا رانیولو بند نه غواړي. زموږ قرارداد به له هغه سره دایمي وي.