د فوټبال له ډګره وروستي خبرونه

محمود خان منندوی

هینریک میکټاریان د روما سره د یو ځای کېدو په هدف د روما ښار ته ورسید.

رسمي: د منچسټر یونایټیډ دفاعي لوبغاړی مټئو ډارمیان د 1.5 میلیونه یورو په بدل کې په 4 کلن قرارداد د پارما سره یو ځای شو.

د یوونټوس کلب ته نږدې خبریال رومیو اکرسټي خبر ورکړی، چې یوونټوس د بواټینګ د رانیولو څخه منصرف شو.

سکای سپورټ: د اینټر میلان او پاریس سېنټ جرمن ترمنځ د ایکارډي پر سر معامله ترسره شوه. هغه به په قرضي توګه د 5 میلیونه یورو + د رانیولو د دایمي بند سره په 65 میلیونه یورو سره د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شي.

رسمي: د ساوټهمپټون مرکزي لوبغاړی ماریو لمینا په قرضي توګه د ګالاټاسرای کلب سره یو ځای شو.

 چیچاریټو نن د سویا سره یو ځای شو. هغه په ریال کي هم د لوبېدو سابقه لري. ریال د لالیګا پنځمه لوبه کې د سویا سره لوبه لري.

رسمي: فیفا د 2019م کال د غوره نارینه لوبغاړي د جایزې لپاره وروستي درې کاندیدي لوبغاړي اعلان کړل:
رونالډو
میسي
فن ډایک

غوره یي د سپټمبر پر 23مه معلومیږي.

رسمي: خاویر هرنانډز چیچاریټو د ویسټهام یونایټیډ څخه د 8 میلیونه یورو په بدل کې د سویا سره یو ځای سو.

رسمي: کیلور ناواس د ریال ماډریډ څخه د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شو.