غوره لیګ: په می میاشت کې سیالۍ نشو پېلولی

غوره لیګ اعلان کړه، چې په می میاشت کې لوبې نه پیلوي او یوازې د شرایطو د سمېدو پر مهال لوبې پیلوي. که شرائط سم شول، هماغه وخت به خپل تصمیم اعلان کړو.

د مارسي کلب اعلان کړه، چې د کرونا وایروس سره به د مبارزې په هدف د دې کلب د ولاډروم لوبغالی او دفتر د فرانسې د روغتیا شبکې ته په واک کې ورکړل شي.

سکای سپورټ: د اینټر میلان او پاریس سېنټ جرمن ترمنځ د ایکارډي پر سر معامله ترسره شوه. هغه به په قرضي توګه د 5 میلیونه یورو + د رانیولو د دایمي بند سره په 65 میلیونه یورو سره د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شي.

رسمي: د ساوټهمپټون مرکزي لوبغاړی ماریو لمینا په قرضي توګه د ګالاټاسرای کلب سره یو ځای شو.

 چیچاریټو نن د سویا سره یو ځای شو. هغه په ریال کي هم د لوبېدو سابقه لري. ریال د لالیګا پنځمه لوبه کې د سویا سره لوبه لري.

رسمي: خاویر هرنانډز چیچاریټو د ویسټهام یونایټیډ څخه د 8 میلیونه یورو په بدل کې د سویا سره یو ځای سو.

رسمي: کیلور ناواس د ریال ماډریډ څخه د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شو.