لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د کاټلونیا راډیو  په یوه خبر کې ویلي دي، چې بارسلونا غواړي نیمار په قرضي توګه او د بیا رانیولو د جبري بند سره د پاریس سېنټ جرمن څخه رانیسي.

د دې راډیو د خبر پر اساس، پاریس سېنټ جرمن دا وړاندیز باندې فکر کوي.

د ګاټزټا معتبره خبریال نیکولر سکیرا ویلي دي، که نیمار د پاریس سېنټ جرمن څخه جلا شي، نو دوی به یي ځایناستی کوټینهو / ډیبالا کړي.
که چیري کوټینهو و ارسنال ته ولاړ شي، نو پاریس سېنټ جرمن به ډیبالا رانیسي.

رسمي: ارسنال تائید کړه، چې کوشیلني د 5 میلیونه یورو په بدل کې د بورډو سره یو ځای شو.

رسمي: د مونټپیلر فرانسوی دفاعي لوبغاړی روبن اګویلار په 5 کلن قرارداد د موناکو سره یو ځای شو.

رسمي: د بواویسټا 18 کلن دفاعي لوبغاړی ګونزالو کارډوسو په 5 کلن قرارداد د ویسټهام یونایټیډ سره یو ځای شو.

رسمي: د ډربي کانټي کلب تائید کړه، چې وین روني به د 2020 م کال د جنوري څخه د 18 میاشتني قرارداد پر اساس د دې کلب د لوبغاړو د روزونکي په توګه کار پیل کړي.

د 2015م کال په دې ورځ، انخیل ډي ماریا د 44.3 میلیونه پونډه په بدل کې د منچسټر یونایټیډ څخه د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شو.