لنډ ورزشي خبرونه

 محمود خان منندوی

رسمي: د پاریس سېنټ جرمن جرمنی ګول ساتونکی کوین ټراپ په دایمي توګه د 8 میلیونه یورو په بدل کې د اینټراخټ فرانکفورټ سره یو ځای شو.

رسمي: د ارسنال پخوانی حمله کوونکی ډني ویلبیک لوبغاړی په درې کلن قرارداد او د ازاد لوبغاړي په توګه د واټفورډ کلب سره یو ځای شو.
رسمي: د فلامینګو برازیلی دفاعي لوبغاړی لیو ډویارټي په 5 کلن قرارداد د 11 میلیونه یورو په بدل کي د اث میلان سره یو ځای شو.

رسمي: د ایاکس ځوان برازیلی لوبغاړی ډاویډ نرس د دغه کلب سره خپل قرارداد تر 2023 م کال پورې وغځاوه.

رسمي: د بارسلونا او سټواک سیټي پخوانی مرکزي لوبغاړی بویان کرکیچ د امریکا د مونټرال ایمپکټ کلب سره یو ځای شو.

سکای سپورټ:

سولشر خپل د لیست څخه لوکاکو ایستلی دی او هغه به د 83 میلیونه یورو په بدل کې د اینټر میلان سره یو ځای شي.
ال چیرینګیټو ادعا کړې ده، چې یونایټیډ د لوکاکو د ځایناستي په توګه غواړي د اټلاټیک بیلباوو څخه ایناکي ویلیامز په 88 میلیونه پونډه رانیسي.