د خپلواکۍ سلمې کلیزې په وياړ د فوټبال جام

احمد مسعود

ددې ليګ دوهمه او جذابه لوبه د جواد داوري فوټبال کلب او دګرشک ( اغا نور شاهي) فوټبال کلب ترمنځ ترسره شوه.

چې لوبه د ګرشک (آغا نور شاهي﴾ فوټبال کلب 1–2 د جواد داوري فوټبال کلب څخه وګټله. د ګرشک اغا نور شاهي فوټبال کلب لپاره فريد احمد او صالح محمد يو يو ګول وواهه او د جواد داوري فوټبال کلب لپاره يواځينۍ ګول د پاينلټي په واسطه عبدالواحد نورزي وواهه.

نن ددې ليګ دريمه لوبه د جواد داوري فوټبال کلب او ښاروالۍ فوټبال کلب ترمنځ په کرزي فوټبال لوبغالي کې مازديګر پر 5:15 دقيقې شروع کيږي.

ياد ليګ د څلور غوره فوټبال کلبونو جواد داوري، ريګستان،ښاروالۍ او اغا نور شاهي ترمنځ د هيواد دخپلواکۍ د بيرته اخيستلو د سلمې کليزې په وياړ تيره ورځ د هلمند په کرزي فوټبال لوبغالي کې پيل شوې.

چې د خپلواکۍ د سلمې کليزې فوټبال جام مالي ملاتړ کوونکي هلمند کې د الحاج قدرت داوري ساختماني او لوجستیکی شرکت په غاړه اخستې چې ترڅنګ يي دهلمند ښاروالي، ژورناليست جواد داوري،عصمت لغمانی او اغا نور شاهي هم د لوبډلو د سپانسر کوونکو په حيث ورسره همکاري کړې ده.