د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ د کرکټ سيالۍ پيليږي

سیرت
سبا هلمند کې د ۱۸ لوبډلو په ګډون د شل اوريزو سياليو ټورنمېنټ د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو په وياړ پيليږي.

دغه ټورنمينټ کې روحاني، مطمئن، شعيب خان، کاروان، باديزی، سباوون، ودان، سادات، راشد خان، اتحاد، پښتون، افغان زلمي، باوري، بولان، نادعلي، اراکوزيا، النور او داوري کرکټ کلبونه لوبيږي.

د ياد ټورنمېنټ په لړ کې هره ورځ دوه سيالۍ ترسره کيږي چې د لوی اختر څخه به وروسته پای ته ورسېږي.

سبا د ياد ټورنمينټ په لومړی ورځ سهار اووه بجې او پنځلس دقیقې سباوون او کاروان کرکټ کلب د لوبې لپاره ميدان ته وځي.

دوهمه لوبه بيا ماسپښين دوه نيمې بجې د سعادت او مطمئن کرکټ کلب تر منځ پيليږي.