په قلات کې دهېواد د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

محمد هارون لېوال
په مرکز قلات کې د کرکټ شل اوریزه درې ورځنۍ سيالۍ د ازادۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې مالي لګښت يې د ځوانانو آمریت پر غاړه درلودې.
د زابل د کرکټ آمر محبوب محبت وايي چې له دې سياليو څخه يې موخه په ولايتي کچه د لوبغاړو هڅول او د ازادۍ په مفهوم باندې د ځوانانو پوهول دي.
محبت وويل چې هر ځوان ورزشکار بايد د غازي امان الله خان د تګلارې څخه خبر او ملاتړ یې وکړي او د هېواد د استقلالیت لپاره خولې توی کړي.
يو شمېر لوبغاړو د استقلال د ورځې په مناسبت ددې سياليو جوړيدل مهم و بلل، هغوی د ځوانانو آمریت او کرکټ آمريت له لوري د ازادۍ د مفهوم د پوهولو او استقلال پر ارزښت د داسې پروګرامونو جوړولو څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده چې دې ته ورته پروګرامونه دي نور هم جوړ شي.
د زابل د ځوانانو آمر نياز محمد زيارمل وويل چې د ځوانانو معینیت په لارښوونه او د خپلواکۍ د را رسیدو له امله يې يې دا سيالۍ جوړې کړې چې مالي لګښت يې هم د معینیت له لوري ورکول کيده.
زيارمل وويل چې د ورزش برخه کې غواړي نور هم داسې پروګرامونه جوړ کړي.