د افغانستان خپلواکۍ د سلمې کلیزي په ویاړ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

محمد هارون لېوال
زابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د هیواد د خپلواکي د بیرته اخستنې د سلمې کلیزې په ویاړ سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې د کرکټ امریت تر رهبري لاندي د ځوان فعال هارون ” رئیس” په نوښت د کرکټ لوبډلو په مالي ملاتړ پیل شوي وې، پرون جمعه د مرغه وال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
پایلوبه د مرغه وال او قلات ښاروالي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې مرغه وال لوبډلې د صمیم خان په ښه توپوهنه سره د سیالېو اتلولي ترلاسه کړه.
د پایلوبي مراسیمو ته د مدني ټولنو بېلابېل استازي، ځوانان او د رسنیو مسوولین راغلي وو، چې له ډلي يې د سورغر مدني ټولني مسوول ابراهیم عبرت او د نوښت مدني ټولنې غړی عصمت الله عمري خبري وکړې او ځوانان یې تشویق کړل.
دغه سیالۍ ۲۰ اوریزې وې چې یوه میاشت وخت یې په بر کې ونیوه ، د سیالېو غوره توپوهونکی د مرغه وال لوبډلې څخه حاجي یونس خانمیرزوی او په توپ اچوونه کې بیا د قلات ښاروالي لوبډلي څخه نصیب الله اشنا وو چې ۱۴ ویکټي یې ترلاسه کړي وې.