په زابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې مې کلیزي په ویاړ مراسمو ته چمتوالی نیول کیږي

محمد هارون لیوال
د هیواد خپلواکۍ بېرته اخستلو په مناسبت به زابل هم د بېلابېلو جشنونو، رزمي لوبو او مېلو کوربه وي.
په همدې مناسبت نن شنبه د مرکز قلات یو شمېر رزمي ورزشکارانو د قلات له ښاروال انجینر صدرالدین”زېور” سره دده په کاري دفتر کې ولیدل.
یاده ناسته کې د قلات ښاروال نوموړو ورزشکارانو ته د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت د لازمو کړنو خبره وکړه همدارنګه یې له یاد ورشکارانو سره د تشویقي بودیجې له طریقه د هر ډول همکاري ډاډ وکړ.
د نوموړو ورزشکارانو له ډلي د منیر عمر کلب استاد منیر احمد او د رحیمي کلب استاد قدرت الله رحیمي د نورو په استازولي د هر ډول چمتوالي ډاډ قلات ښاروال ته ورکړ.