زابل کې د دوو رزمي کلبونو له لوري رزمي نمایش ترسره شو

محمد هارون لېوال
لوبیز حال:
پرون جمعه په زابل کې د دوو رزمي کلبونو( قدرت الله رحیمي او منیر عمر )کلبونو ترمنځ د وشوو رزمي لوبې نمایش ترسره شو.
یاد نمایش چې د تر سره کېدو لپاره یې د دواړو کلبونو لسګونو ځوانو لوبغاړو پر ځان خواري کړې وه، د زیات شمېر د لوبې مینوالو په منځ کې خپل هنرونه ښکاره کړل.
ددوی له منځه یې ځینو، رزمي فورمونه، نمایشي لغتي، او بېلابېل حرکتونه ترسره کړل .
ددې نمایش پر لاره اچوونکو څخه یو تن استاد قدرت الله رحیمي له خپلو لوبغاړو خوښي وښوده او ځوانان یې ورزش کولو ته را وبلل، خو د تېر په څېر یې یو ځل بیا زابل کې شته ورزشي ادارې بې کفایته او په خپلو کارونو کې پاتې وبللې.
ترڅنګ یې د منیر عمر کلب ټرېنر استاد منیر احمد هم یاد نمایش ښه یاد کړ او ترڅنګ یې نوموړي هم د زابل المپیک ادارې کارونه پیکه وبلل.
د نمایش ګډونوالو یاد نمایش په ګډو چکچکو بدرګه کړ او خوښي یې باندې وښودله.