احمد سمون
سپورت یا ورزش د جنګونو او د ورځېني ژوند له چارو څخه راپیل شوی دی، مثال هره ورځ د اوبو کور ته راوړل وو نو ورزش باندې بدل شو، په جنګ کې د وسلو او د بدن غړو کارول وو نو رزمي ورزشونه وپنځیدل. وروسته بشر د نورو څانګو تر څنګ ،دغه برخه کې هم پرمختګ وکړ او ورزش په هنر باندې بدل شو، اصول ورته وضع شول او نندارې ته کېښودل شول.
وروسته رومي سیاستوالو له دغو نندارو سیاسي ګټه اخیستل پیل کړل، کوم کاندید یا مشر به چې ګلادیاتور به یې تکړه و یا به یې لویې نندارې وړاندې کړې نو هغه به، کمیاب و. بشر ورځ تر بلې متمدن کیږي، ورو ورو ورزشونه اصلاح شول او نور هم اصلاح کیږي، لکه اوس رزمي ورزشونه په مړینه پای ته نه رسي او ورو ورو حتی اوس څوک بوکس او لګد وهلو سره هم، هومره علاقه نه ښیي.
د مسلکي ورزشونو ننداره لا هم د پانګوالو او سیاستوالو لپاره یوه ښه وسیله ده چې ګټې پرې کوي، خلک پرې کنترولوي او عامه اذهان پرې په پخپل لوري سوق کوي. سیاسیون نشي کولی خلک مجبور کړي چې څه ډول فکر وکړي خو کولی شي دوی اړ کړي؛ چې د څه په اړه فکر وکړي او اولیت څه شي ته ورکړي؟. که وطن کې د وینو سیند هم روان وي ، که یو ولایت سقوط هم کوي خو خلک په فوټبال او کرکټ تبصرې کوي.
دوهم لوی تاوان د مسلکي ورزشونو دا دی چې، ورزش باید هر څوک وکړي، نه دا چې د لس ملیونونو خلکو په استازولۍ یوولس نفره ورزش وکړي او شل ملیونه یې وګوري(د وخت په ضایع یې ټول پوهیږو) ؛ لکه څوک چې د یو چا ډوډۍ خوړل ښه په خوند ګوري خو لیدونکی مړیږي نه!.
هر څوک باید ورزش وکړي او سهولت یې ورته رامنځته شي دا د ټولو حق دی. د نورو ساحو تر څنګ ورزش هم نېواک باندې بدل شوی او د زبېښاک او نېواک د موخو لپاره کاریږي.