په لوی کندهار کې د فوټبال رمضان جام لوبې پېل شوې  

د افغانستان  د لویدیځ زون اړوند کندهار ولایت کې د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.

د دې ولایت د ورزش ادارې سرپرست مدیراغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په‌ دې سیالیو کې ۱۲۰ لوبډلې برخه لري چې دغه ټولې سیالۍ به د احمد شاه ابدالي د فوټبال په سټډیوم کې ترسره شي.

دی وايي، دا سیالۍ د روژې د میاشتې تر پایه دوام کوي او په پرلپسې ډول به هره شپه څلور لوبې ترسره کېږي.

نوموړي همدا شان وویل چې د سیالیو په پای کې به ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او جایزې هم ورکړل شي.

د افغانستان بېلابېل لوی او تاریخي ښارونه زیات وخت د کرکټ، فوټبال، والیبال او نورو رزمي لوبو شاهدان وي، دا چې ورزش د روغ صحت ضمانت، د مینې او ورورولۍ فضاء خپروي، ځکه خو یې د افغانستان ګوډ ګوډ کې بې شمېره پياوړي لوبغاړي او ګڼ شمېر مینه وال/ لیدونکي پېدا کړي چې لوبغاړو یې په ډېر کم او لنډ وخت کې نړیوال شهرتونه موندلي  او په ټوله کې د لوی افغانستان لپاره یو ویاړ بلل کیږي.