لیکنه: سباوون دُرانی
۱ـ د سپانسر په تړاو وضاحت: افغانستان کرکټ بورډ چې دولتي بودیجه یې د دومره ستر کرکټ او ادارې د چلولو لپاره کافي نه ده نو اړ دی چې له مالي ملاتړ کوونکو ادارو خپل لګښتونه پوره کړي.
ټايټل سپانسر، کو سپانسر او د افغانستان په کوربتوب کيدونکو لوبلړيو لپاره مالي ملاتړ هغه مدارک دي چې کرکټ بورډ اداره ترې پیسې لاسته راوړي.
نړیوال جام هم د مالي ملاتړ لپاره یو ښه فرصت دی، کرکټ بورډ ویلي چې په دې تړاو یې له وړاندې په سرینا هوټل کې افغان سوداګرو ته بلنه ورکړه او یوه معلوماتي ويډیو ورته خپره کړه چې دوی کولای شي په بعضې مواردو کې مالي ملاتړ وکړي چې یوه هم د نړیوال جام موضوع وه، د دوی پر وینا چې له بده بخته هیچا دې کار ته زړه ښه نه کړ او د وخت کمخت او نړيوال جام نیږدې کېدو پر اساس کرکټ بورډ اړ شو چې د هند مارکيټ ته مخه وکړي.
۲ـ له کومو کمپنیو سره هوکړه کیدای شي؟ هغه کمپنۍ چې نړيوال لایسنس ولري او نیږدې میاشت وړاندې یې د کرکټ له نړيوالې شورا سره خپل اسناد شریک کړي وي او بیا یې د هغوی هوکړه ترلاسه کړې وي، کولای شي چې سپانسر وکړي او دا سپانسر به یواځې همدې یو ټورنمنټ پورې وي.
اوس راځو د SMP کمپنۍ دعوې او کیسې ته :
لومړۍ دې کمپنۍ فرصت له لاسه ورکړی دی او حق نه لري چې اوس د خلکو د ذهنونو خرابولو په موخه داسې کیسې ترسره کړي، خو بیا هم کرکټ بورډ ویلي چې د شرکت مشرف اسرار شریف ته یې وړاندیز کړی چې که په یو میليون ډالرو سپانسر کوي نو دوی ورته تیار دي. دا په داسې حال کې ده چې له امول کمپنۍ سره د شوې هوکړې له منځه وړل هم مهم شرایط لري او یو نیم لک ډالر به د قراداد ختمولو په خاطر ورکول کيږي.
د یاد شرکت مشر اوس منکر دی او وايي چې د پيسو ذکر یې نه دی کړی او په وینا یې چې کرکټ بورډ باید دا سپانسر اعلان ته ورکړي، ښه که اوس اعلان ته لاړشي درې اونۍ به اعلان کې وي هغې نه بعد به بیا بيډ کېږی او تر هغې وروسته به ګټونکی شرکت اعلانيږي چې نړیوال جام به هم شروع شوی وي. دلته یوه بله باریکي ده چې کله دې سپانسر معلوم شو بیا به د کرکټ له نړیوالې شورا د هغې اپرول اخلې چې دا هم څو کاري ورځې نیسي.
د SMP کمپنۍ مالک ولې تښتي او ولې یې دا کیسه رامنځته کړه؟
د یادې کمپنۍ ټوله پانګه اچونه په پاکستان کې ده او ډیره کمه پانګه اچونه یې افغانستان کې کړې ده، اسرار شریف او د GP کمپنۍ مالک د پاکستان د مارکيت خلک دي او دغه جنجال یې هم د دې لپاره رامنځته کړی دی چې د هند له مارکیټ څخه د افغانستان کرکټ بورډ لاسونه لنډ شي او دا کار دوی د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې په خوښه کوي.
دلایل: جي پي او ایس ايم پي مبلایل شرکتونه مخکې یو وه او په ګټو د ورانيدو له امله دغه د تره زامن چې د ننګرهار د مومندرې دي سره بیل شول او که تاسې پام کړی وي جی پي شرکت مطلق پېښور زلمي او T10 لیګ تقویه کوي چې د پاکستان په خوښه ترسره کيږي. دلته د افغانستان کرکټ بورډ د ملاتړ خبره دوی ته مطرح نه ده بلکې غواړي چې له هرې ممکنه لارې وي دوی باید د افغانستان کرکټ له پښو وغورځوي او زوال سره یې مخ کړي.
د هند د مارکيټ ګټې:
الف: زموږ اکثره لوبې په یاد هېواد کې ترسره کيږي، چې په نيږدې وخت کې له ویسټ اينډیز سره سریزونه لرو او دا سریزونه اوس هندۍ کمپنۍ غواړي سپانسر یې کړي چې کرکټ بورډ به ترې تر ميلون ډالرو زیات عايد ولري. دغه راز له اسټرالیا، نیوزیلنډ او هند وستان سره هم ورته سریزونه لرو چې د کرکټ بورډ په کوربتوب ترسره کيږي او د دې ټول عوايد به افغانستان ته کرکټ ادارې ته راځي . دغه راز د افغانستان غوره لیګ لپاره هم غټې مالي ملاتړ کوونکې کمپنۍ پيدا شوي او ډيره ليوالتیا لري چې دا لیګ تر PSL په ښه شکل ترسره شي او په نړۍ کې تر ای پي ایل وروسته دویم غوره لیګ وي او ښايي هند په خپل هېواد کې اجازه هم ورکړي، نو پاکستان نه غواړي افغان کرکټ دومره لوړو درجو ته ورسيږي.
افغانان بايد د دښمن دې شومو موخو ته پوره دقت وکړي او له خپل کرکټ بورډ سره ودريږي او که دوی همداسې بې غوره وي هسې نه خدای مه کړه کرکټ مو تباهئ خواته لاړشي.