د نړيوال او آسيا جام لپاره د غوراوي سيالۍ

احمد مسعود

افغانستان فوټبال ملي ټیم نن ماښام پر 6:30 دقيقې د بنګله دېش فوټبال ملي ټیم سره په خپل کوربتوب تاجکستان کې لوبيږي.

د افغانستان او بنګله دېش فوټبال ملي ټیم ترمنځ تر دې دمه څلور لوبې ترسره شوي دي.

افغانستان له بنګلدیش څخه خپله لوبه 0-4 ګټلې او بنګله دېش بيا د افغانستان څخه خپله لوبه 3-2 ګټلې وه.
د دواړو ټيمونو ترمنځ يوه لوبه په 2008م کال -11 او يوه هم په 2012م کي 0-0 مساوي پای ته رسيدلې ده، چي را روانه لوبه د دواړو ټيمونو ترمنځ پنځمه لوبه ده چې ترسره کيږي.

افغانستان خپل په وروستيو پينځو لوبو کې څلور بايللي او يوه يي ګټلي ده، بنګله دېش په خپل پنځو وروستېو لوبو کې دوې ګټلي دوې بايللي او يوه يي هم مساوي کړې ده.