نن په نړيوال جام کې ویسټ انډيز او بنګله ‌دېش لوبیږي

ــ تاند

ټاکل شوې چې نن د بنګله دیش او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالېو په لړ کې دواړه لوبډلې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. دا لوبه د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۲ بجې د انګلستان په ټاون‌ټون کرکټ لوبغالي کې کېږي.

بنګله‌ دېشۍ لوبډلې تر اوسه څلور چې يوازې يوه لوبه یې ګټلې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له سويلي افريقا څخه ګټلې، خپله دويمه لوبه یې نيوزيلنډ او درېيمه یې انګلستان ته بایللې او څلورمه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له سرېلانکا سره مساوي شوې.

له بل لورې ویسټ‌انډیز لوبډلې هم څلور لوبې کړي چې يوازې يوه لوبه يې ګټلې، يادې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پاکستان څخه ګټلې، دويمه يوه يې نيوزيلنډ ته او خپله درېيمه لوبه یې انګلستان ته بایللې او څلورمه لوبه یې د باران ورېدو له کبله له جنوبي افريقا سره مساوي شوې.

د نړيوال جام د روانو سياليو په درجه بندۍ کې بنګله‌ دېش په اتم او ویسټ ‌انډيز بیا په اتم ځای کې دی.