د بنګله دیش او ویسټ انډيز شل اوریزه سیالۍ به سبا پېل شي

د ویسټ انډيز او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ به سبا دوشنبه نږدې غرمه یوولس بجې چې د روانې ډیسمبر میاشتې له اوولسمې نېټې سره سمون لري، لومړۍ لوبه به په سیل هیټ لوبغالي کې ترسره شي. ددې سیریز دوه نورې لوبې به د همدې ډېسمبر میاشتې په شلمه او دوه ویشتمه نېټه د بنګله دیش په ډاکه لوبغالي کې ترسره شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې بنګله دیش ته سفر کړی وو او له همدې کوربه لوبډلې سره یې د یو ورځنېو سیالیو یو سیریز ترسره کړ چې بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې هغه سیریز په خپل نوم کړ. دا چې د شل اوریزو کرکټ سیالېو دغه روان سیریز چې سبا پېلیږي، څوک به یې په خپل نوم کوي، دا هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب ووايي.