ویسټ انډیز په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګله دیش ته په څلور ویکټو ماته ورکړه

ویسټ انډيز د خپل سفر په ترڅ کې نن دوهمه لوبه د بنګله دیش خلاف ترسره کړه او د کوربه هېواد مېلمتستیا ته یې په دوهمه سیالۍ کې ماتې ډالۍ کړه، ددې سیالۍ پچه ویسټ انډيز وګټله او خپله یې توپ نیونه غوره کړه. بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې لپاره د پېل دوه لوبغاړي را ولیږل.  تمیم اقبال او لیټون ډاس؛ تمیم ۵۰ منډې وکړې او کېچ اوټ شو. لیټون ډاس ۸ منډې وکړې او ده هم خپله ویکټ په کېچ کې له لاسه ورکړه. امروالقیس په صفر له میدانه بهر شو، خو مشفق الرحیم او شکیب الحسن جادوګره توپوهنه وکړه او هر یو یې له ۶۰ زیاتې منډې وکړې. محمد الله هم نن د پام وړ توپوهنه وکړه او ۳۰ منډې یې وکړې. بنګله دیش د ۵۰ اورونو په لوبېدا سره ۲۵۵ منډې وکړې او د ۲۵۶ منډو هدف یې ویسټ انډيز ته وټاکه.

ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله د لوبې ډګر ته د پېل دوه لوبغاړي چندرا پول هینراج، شای هوف را ولیږل، چندراپول ښه ونه ځلېد، خو شای هوف بیا نه تسلېمېدونکې لوبه وکړه او په یوازې ځان یې ۱۴۶ منډې وکړې او خپله لوبډله یې موخې ته نږدې کړه.

ویسټ انډيز د لوبې په وروستي اور کې پورته هدف ترلاسه کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه.

د یادولو وړ ده چې د ویسټ انډيز او بنګله دیش کرکټ لوبډلو ترمېنځ دغه روان سیریز یو – په یو مساوي دی.

ددې دواړو لوبډلو ترمېنځ به راتلونکې سیالۍ د راروانې جمعې ورځ ترسره شي.