مجیب ځدراڼ وپېژنئ

 

حضرت عثمان نوري

مجیب الرحمان چې د کرکټ مینوال یې په مجیب ځدراڼ پيژني، د نن ورځې په ګډون ۱۷ کاله او ۲۵۹ ورځې عمر لري. نوموړی وړاندې له دې چې ملي لوبډلې ته راشي، د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله کې د توپ اچونکي په حېث لوبېده او د ښې کار کرده ګۍ له امله یې د هېواد په ملي لوبډله کې غړیتوب ترلاسه کړ.

مجیب ځدراڼ د افغانستان کرکټ په ملي لوبډلې ته په ۲۰۱۷ کال کې راغی او تر دې دمه د توپ اچونکي رول لوبوي. نوموړی په ښي لاس اف بریک توپ اچونه کوي او د اړتیا په وخت توپوهنه هم کولای شي، توپوهنه په ښي لاس توپوهنه کوي.

ځدراڼ تر دې مهاله د ټیسټ یوازې یوه سیالۍ ترسره کړې ده، دوه اننګزونه یې پکې لوبولي دي او ۱۸ منډې یې پکې کړي دي، چې په دې منډو کې یې ۲ څلورېزې هم شاملې دي. په همدې ټيسټ سیالۍ کې مجیب الرحمان بیا د توپ اچونې په برخه کې یوازې یو اننګز کې توپ اچونه کړې ده چې د ۹۰ توپونو په کولو سره یې ۷۵ منډې د یوې ویکټې په اخیستلو سیالې لوبډلې ته ورکړې وې.

مجیب الرحمان ۲۳ یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي دي او په دې ۲۳ سیالېو کې یې یوازې لس اننګزونه لوبولي دي چې ۴۰ منډې یې پکې ترسره کړي دي. نوموړي په همدې ۲۳ سیالېو کې بهترینه توپ اچونه کړې ده، ځدراڼ په ۱۳۰۸ توپونو ۸۳۹ منډې ورکړي دي او ۴۴ ویکېټې یې پکې اخیستې دي.

مجیب ځدراڼ شل اوریزو سیالېو کې هم لوبېدلی دی او تر دې مهاله یې ۷ شل اوریزې سیالۍ لوبولي دي. په یادو ۷ سیالېو کې نوموړي ۱۶۲ توپونه سیالو لوبډلو ته کړي دي او ۱۳۷ منډې یې د ۹ ویکټو په اخیستلو ورکړي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې د راشد خان راوروسته د ښې توپ اچونې زیاته تمه له مجیب ځدران څخه کوي، ځکه نوموړی ځوان لوبغاړی دی او د نړۍ تر ټولو پياوړي لوبغاړي یې هم سوځولي دي. د هندوستان په سږ ۲۰۱۸ ای پي ایل سیالېو کې مجیب ځدراڼ د هند کرکټ اتل لوبغاړی ویرات کهولي سوځولی وو، تر دې وړاندې یې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په غواروي سیالېو کې د ویسټ انډيز طوفاني توپوهونکی کریس ګیل هم دوه ځلې سوځولی وو.