د مجیب ځدراڼ په اړه د آیرلنډ د کیپتان څرګندونې

تاند- د آیرلنډ د ملي لوبډلې کیپتان وايي، په دې خبر و چې افغانستان یو زلمکی په خپله لوبډله کې زیات کړی خو ډېره اندېښنه یې له راشد ارمان څخه وه.

د بلفاسټ ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د آیرلنډ کیپتان ویلیم پورټفیلډ وویل«موږ پوهېدو چې یو کم عمره زلمکی د دوی په ټیم کې شته او ښه باولر دی، بس همدومره. موږ د ده د ۶۰ توپونو فلم لرو او دا اوس له موږ سره تړاو لري چې د پنجشنبې په ورځ ورسره سمه لوبه وکړو. موږ باید له ښه پلان سره راووځو ځکه چې ده ثابته کړه چې په نوي توپ ښه لوبه کولی شي.»

مجیب ځدراڼ غوره لوبغاړی شو
مجیب ځدراڼ غوره لوبغاړی شو

پورټفیلد همداراز ومنله چې د پچې له ګټلو وروسته نه پوهېده چې بیټنګ غوره کړي که باولینګ.

افغانستان د سې شنبې په ورځ په شارجه کې له ایرلنډ څخه لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه په ۱۳۸ منډو وګټله، د انګلیستان او آیرلنډ رسنیو دا ماتې شرموونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې ماته کې د نوي لوبغاړي مجیب ځدراڼ رول زیات و.

مجیب ځدراڼ د نولس کلنو په اسیا کپ سیالیو کې ۲۰ لبوغاړي وسوځول او د ده د ویکټونو اوسط ۵.۵. و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *