افغانستان په ۱۳۸ منډو آیرلنډ ته ماتې ورکړه
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /سې شنبه/ آیرلنډ ته په ۱۳۸ منډو ماتې ورکړه. دا د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځینیو مسابقو لومړۍ وه.
د دې سیالۍ پچه آیرلنډ وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی افغانستان بیټنګ وکړي.
افغان لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۳۸ منډې وکړې.
که څه هم د افغانستان دوه پرانستګر لوبغاړي جاوید احمدي او احسان الله ژر وسوځېدل خو رحمت شاه او ناصر جمال ښه لوبه وکړه. د رحمت شاه ۵۰ او د جمال ۵۳ منډو د افغان لوبډلې ملا ټینګه کړه.
ورپسې درو نورو لوبغاړو منډې ونه کړای شوې خو راشد ارمان او شفیق الله ښه لوبه وکړه.
د راشد ۴۸ او د شفق ۳۶ منډو د افغانستان له لوري آیرلنډ ته هدف د مخکیني اټکل خلاف لوړ کړ.
د افغانستان په ملي لوبډله کې نوي ځای شوي لوبغاړي مجیب ځدراڼ ل د آیرلنډ ټیم له پیله له وارخطایۍ سره مخامخ کړ.
شپاړس کلن مجیب د آیرلنډ تکړه لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول. د ده ۴ ویکټونو په نننۍ بریا کې خورا مهم رول ولوباوه. (مجیب د ۲۰۰۱ م کال د مارچ په ۲۸ مه زېږېدلی)
راشد ارمان ۳ او دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول خو محمد نبي د آیرلنډ د ټیم د کار لوبغاړی وسوځاوه.
مجیب نه یوازې ۴ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول بلکې ډېرې لږې منډې یې ورکړې. مجیب د نننۍ مسابقې غوره لوبغاړی شو.
ده په ۱۰ اوورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې.
د ایرلنډي لوبغاړو منډې:
W. Porterfield c Naib b Nabi 35
P. Stirling lbw b Mujeeb 5
A. Balbirnie b Mujeeb 0
N. O’Brien c Ahmadi b Dawlat 4
G. Wilson b Mujeeb 3
K. O’Brien b Mujeeb 3
S. Singh lbw b Rashid 5
S. Poynter not out 27
G. Dockrell c Shafiq b Dawlat 10
B. Rankin c Janat b Rashid 1
T. Murtagh c Shah b Rashid 0
Extras: (b2, lb1, w4) 7
Total: (all out; 31.4 overs) 100
د پاکستان په وړاندې په پایلوبه کې د مجیب لوبه (۱۹ کلنو