آیرلنډ افغانستان ته په ۶ منډو ماتې ورکړه

تاند- آیرلنډ د پجشنبې په ورځ /جولای ۱۴/ افغانستان ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه.

سره له دې چې افغانستان آیرلنډ ته بد هدف نه و ټاکلی خو آیرلنډي لوبغاړو په اسانه د افغانستان ۲۳۷ منډې هدف پوره کړ.

د آیرلنډ لپاره جایس ۱۰۵ او (کې او برین) ۸۵ منډې وکړې. د دوی دواړو ملګرتیا د افغانستان د ماتې سبب شوه.

په افغان لوبغاړو کې د معمول په شان شهزاد محمدي تر ټولو ښه بیټینګ وکړ. ده ۸۱ منډې وکړې.

2محمد نبي هم د تل په شان ښه وځلېد، ده په ۴۱ توپونو ۴۰ منډې وکړې، کیپتان اصغر ستانکزي په ۴۴ توپونو ۳۳ او راشد خان په ۲۰ توپونو ۲۴ منډې وکړې.

په دې لوبه کې حمید حسن د افغانستان تر ټولو ښه باولر ثابت شو. ده نه یوازې ۲ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول بلکې په ۶ اوورونو کې یې یوازې ۲۱ منډې ورکړې چې په نسبي ډول کمې دي. څرګنده نه ده چې ده ته ولي زیاته موقع ورنه کړای شوه.

د افغان لوبغاړو باولینګ
د افغان لوبغاړو باولینګ

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړۍ مسابقه د باران د اورېدو له مبله بې نتیجې شوې وه، دوهمه افغان په ۳۹ منډو وګټله او درېمه د آیرلنډ په ګټه پای ته ورسېده. دوې نورې به د دې لړۍ ګټونکی معلوم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *