کرکټ: د افغان معلولانو لوبډلې هندي سیالانو ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د معلولانو ټیم له خپلو هندي سیالانو څخه درېمه شل اووریزه سیالي وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ د راپور له مخې، د افغانستان د معلولانو لوبډلې د هند د معلولانو له ټیم سره درې شل اووریزې سیالۍ وکړې چې لومړۍ دوې هندي لوبغاړو په ډېر لږ توپیر وګټلې خو درېمه مسابقه افغان لوبغاړو وګټله.

پچه افغان ټیم وګټله او غوره یې وبلله چې بیټنګ په خپله پیل کړي. افغان معلولانو په خپلو ۲۰ اوورنو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې هندي لوبغاړو ته ۱۴۹ منډې هدف وټاکه.

خو هندي لوبغاړو ونه کړای شول چې هدف پوره کړي. دا مسابقه په ۱۵ منډو د افغان لوبغاړو په ګټه پای ته ورسېده.

د افغان معلولیت لرونکو ملي لوبډلې توپ اچوونکو لخوا عبدالله عصمتي درې، شیرین آغا دوه، محمد اشرف دوه او صمیم یو لوبغاړی وسوځاوه.

عبدالله عصمتي د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *