افغان معلولانو له هندي معلولانو د کرکټ لړۍ وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربتوب د افغانستان د معلولینو ملې لوبډلې او د هندوستان د معلولینو ملي لوبډلې ترمنځ په الکوزی ـ کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوی د( دوستۍ جام) سریز افغان معلولینو ملي لوبډلې وګاټه.

د سریز ورستۍ پایلوبه چې نن ماسپښین دوه بجې پیل شوه د لوبې پچه د افغان معلولینو ملي لوبډلې، لوبډلمشر وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
د افغان معلولینو ملي لوبډلې زبیر ځدران ښه وځلید ۹۴ منډې یې وکړې.

د هند معلولینو ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږلوبغاړو په سوځیدو ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه برابره شوه، لوبه تر برابریدو وروسته سوپر اور ته لاړه چې هند معلولینو ملي لوبډلې په سوپر اوور کې ۱۱ منډې وکړې.

ورپسې د افغان معلولینو ملي لوبډلې سوپر اوور ته راووتل او په برید کوونکی بیټینګ کې یې د دوستۍ جام پایلوبه په خپله بریا پای ته ورسوله.

د دغه لوبې غوره لوبغاړی زبیر ځدراڼ وټاکل شو او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا، د ایوا موبیل ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د معلولینو د سرتاسري شورا له خوا په جایزو ونازول شو، همدا راز د دوستۍ جام د سریز غوره لوبغاړی د هند د معلولینو ملي لوبډلې ویکرانت کیني وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش په پیل کې راغلو میلمنو، د لغمان والي عبدالجبار نعیمی، د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر، د کار او ټولنیزو چارو معین واصل نور، د کار او ټولنیزو چارو معین لال اریوبي، په افغانستان کې د معلولینو د سرتاسري شورا ريیس مسعوود ساپی، د هند سفارت سفیر مرستیال ویرات سینګ ته ښه راغلاست وویل او مننه یې ځینې وکړه چې د دوستۍ جام پایلوبې ته راغلي و.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته د معلولینو ملي لوبډله راځي، دده په وینا، تر دې وړاندې د پاکستان د حبیب بانک لوبډله راغلې وه چی نړیوالو ته دا پیغام ورکوي، چې په افغانستان کې امن دی او کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.

د کرکټ بورډ عمومي رییس، د هند معلولینو د کرکټ له شورا مننه وکړه چې خپله ملي لوبډله یې افغانستان ته رالیږلې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانیکزي د افغان معلولینو ملي لوبډلې په بریا ټولو ته مبارکي وویله او ګټونکي لوبډلې ته یې ۲۵۰ زره افغانۍ جایزه اعلان کړه.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې وویل چې نن ډیر د خوښۍ ځای دی چې افغان معلولین دومره وړتیا پیدا کوي چې د معلولینو د کرکټ د نړۍ اتلو لوبډلو ته ماتې ورکوي.

د سریز غوره لوبغاړي ویکرانت کیني وویل چې د افغانستان لوبډلې غوره لوبه وکړه او موږ به له ځانه سره ښې خاطرې یوسو او که لوبه افغان معلولینو ملي لوبډلې وګټله زړونه موږ وګټل.

د پایلوبې غوره لوبغاړی زبیر ځدراڼ په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې څخه مننه کوي چې د دوی لپاره یې تل د لوبو کولو لپاره ښه سهولتونه اماده کړي او ملاتړ یې کړی، همدا راز یې له خپل روزونکو خالقداد نوري او روزي خان زرمتی او ډاکټر عبدالمنان چې د معلولینو د کرکټ لوبډلې مسوول دی، مننه وکړه چې دوی ته یې د لوبې په وخت کې ښې لارښوونې کړې دي.

د دوستۍ جام د پایلوبې په ورستۍ غونډه کې پر ټولو لوبغاړو باندې جایزې، مډالونه، بګړۍ، چپنې او ستاینلکونه وویشل او افغان معلولینو ملي لوبډلې په ډکو ولولو او خوشحالیو د سریز جام پورته کړ.ملي لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر له افغان معلولینو ملي لوبډلې څخه ګټلې وه. پاتې دې نه وي چې ددې سیالیو وروستۍ لوبه به را روانه دوشنبه په الکوزی ـ کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، ټول مینه وال کولی شي چې دغه لوبه له نېږې تشویق کړي او ننداره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *